انصار (د لړم ۲۱ مه) د روسیې پخواني ولسمشر او د ملي امنیت شورا اوسني مرستیال دیمیتري میدیدوف ویلي، چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې د نشه یي توکیو پر وړاندې داسې مبارزه وکړه، چې امریکا او متحدینو یې په دغه هېواد کې د ۲۰ کلن حضور پر مهال ونه کړای شوه.
د روسیې خبري اژانس سپوتنیک د نوموړي له قوله لیکلي، چې دا هر څه په داسې حال کې شوي، چې طالبانو سره مناسب چلند نه دی شوی.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل شول، چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې د نشه یي توکیو په ۹۵ سلنه نابودۍ توانیدلی.
طالب چارواکي هم د دغو توکیو پر وړاندې مبارزه خپله لویه لاسته راوړنه بولي.
له دې سره، په یوه بل راپور کې راغلي چې پر نشه یي توکیو د طالبانو له بندیز لګولو سره افغان بزګرانو ته د کال تر یو میلیارد ډالرو تاوان رسیږي.
بزګران شکایت کوي، چې طالبانو یې پر دغه کښت بندیز لګولی، خو د بدیل معیشت غم یې نه دی خوړلی او دوی په اقتصادي لحاظ سخت تاوان لیدلی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28411